بسم الله الرحمن الرحیم

 ----------------------

 

درس القرآن

article thumbnailقال الله تعالی : وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (31)الاعراف ژباړه : اوتاسو خوراک اوڅښاک کوئ ، اوله حده تجاوز مه کوئ ،بي شکه الله تعالی اسراف کونکي نه خوښوي  ....

دارالافتاء

article thumbnail    الاستفتاء:په ټانکۍ کې موږک لویدلی أوشلیدلی دی أوس خلګ لمنځونه راګرزه وي أوسنت یانفل چې یې کړي  هغه به هم راګرزه وي أوکنه؟  المستفتی  :شفیق الله ، عبدالناصر .حمید.         الجواب حامداومصلیاوبعد:په مذکوره صورت کې به یواځې فرض ،واجب  راګرزوي ، سنت اونفل راګرزيدل نه غواړي ، ألبته یواځې دهغي ورځې...

دیني عصري مسايل

article thumbnail  پوښتنه :د ټيليفون ميموري ته قرأن کريم أچول ،یادحدیثوکتابونه په کې محفوظ کول ، څرنګه دي؟يوه رساله کي ليکلي دي چي داکار غيرمناسب ده،تاسو څه واياست؟بالخصوص که بيادغه مبارک مواددکیمري په ټيلفون کي وي؟...

سیرت

article thumbnail     مشركينو دا نشواى زغملاى چي مسلمانان دې په امن ژوند وكړي، او هلته حبشه كې دې همداسې په امن پاتې شي، نو يې عمرو بن العاص او عبدالله بن ابي ربيعه چي دواړه ډير پوه او ځيرك سړي وو حبشي ته واستول. د نجاشي او د...

دصحابه ؤسیرت

article thumbnail   حسان بن ثابت (رض) دده په هكله وايي: د شعر په ميدان كې د حسان  سيالي ته څوك ودريدلاى شي او د قراّنكريم د معانيو او علم په ميدان كې د زيد بن ثابت سيالي څوك كولاى شي؟ ! مونږ دلته د هجرت د اتم كال خبره كوو. د مدينې لارې كوڅې لـه خلكو ډكې وې، او ټول...

د ماشومانو اسلام

article thumbnail    په سنن ابي داؤد کښي روایت دی چي رسول الله صلی الله تعالی وفرمایل چي :"تاسوخپلوځانوته هم ښېرامکوئ،اوخپلواولادوته هم ښېرا مکوئ، اوخپلوخادمانوته هم ښېرامکوئ،اوخپلومالونوته هم ښېرامکوئ،چي هسي نه چي هغه ددعادقبلېدووخت وي او...

اسلام او ساينس

article thumbnail  اودس انسان له ډیروناروغیوڅخه ژغوري دانسان په بدن کي دسروکرویاتوڅخه علاوه سپین کرویات هم شتون لری، چې دسپینوکرویاتودوران نسبت وسروکرویاتوته ۱۰ ځله زیات دي،سپین کرویات هغه مهال موږوینوچې کله زموږپه بدن کي...

آیا دديني علوموداست...

15 مئي 2013

الاستفتاء :آیا ددیني علومو داستاذ خبره خپل طالب شاګردته داسې ده لکه دامیر ومامورته ؟ په بل تعبیر داستاداطاعت هم لازم دی په شاګرد باندي لکه دامیر ؟ المستفتي ملاجان محمد . الجواب حامدا ومصلیا وبعد:زموږ دفقهي شریفي دکتابونو له عباراتوڅخه معلومیږي چې داستاد اطاعت هم په مشروعات کې شاګرد ته ضروري دی . اوداځکه چې دفقهي کتابونولیکلي دي چې دمور اوپلار اطاعت په مشروعاتوکې ضروري بلکه فرض دی .کمافي منحة الخالق علی البحر ۵\۱۲۲ وعن هذا حرم الخروج الی الجهاد واحدالابوین کاره لان طاعة کل منهما فرض علیه الخ وفي التبیین للزیلعي ۳\۲۴۱ وکذالولدیخرج بغیراذن والدیه وفي غیرالنفیر العام لایخرج الاباذنهما .وفي ردالمحتار ۶\۱۹۹ لایفرض علی سبي وبالغ له ابوان اواحدهما لان طاعتهما فرض عین الخ همداراز زموږ سلفو کرامو لیکلي دي چې داستاد حق ترمور اوپلار مقدم دی : کمافي الهندیة ۵\۳۷۸ویقدم حق معلمه علی حق ابویه وسائر المسلمین الخ وفي فتح المعین : ان تعظیم الاستاذ في اطاعته ومنها ان التلمیذلاینبغي ان ینسی حرمة استاذه وان قدمه استاذه الخ . وفي روح المعاني ۱\۲۲۹ فيه مع الاشارة الی ان حق الاستاذ علی من علمه حق عظیم الخ نوله دي عباراتوڅخه معلومیږي داستاذ اطاعت په مشروعاتو کې هم ضروري ده اوطالب العلم یې په عدم اطاعت ګنهګاریږي. والله تعالی اعلم


Read More...

اودس په اسلام او سا...

01 جون 2013

۴ – حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:چې کله یومسلمان بنده اودس شروع کړی چې کله مخ پریمنځی نوټول ګناهونه یی پریمنځلی شی، چې سترګوکړی وي، بیاچې کله لاسونه پریمنځي نوهغه ګناهونه ئې توی شی چې لاسونوکړی وي، اوکله چې پښې پریمنځي نوبیایی ټول هغه ګناهونه توی شی چې پښوکړی وي،تردې چې داوداسه څخه فارغیږی نوټول ګناهونه ئې پاک شي.
رواه مالک ومسلم وترمذی. (الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۵۹ پاڼه، حدیث ۷/ ۱۲۱) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق. ۵ – دحضرت عثمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې څوک په ښه ډول سره اودس تازه کړی دده ټول ګناهونه دبدن څخه وځی تردې چې دنوکانولاندی (هم ګناهونه نه پاتی کيږی) اووځي. رواه ابن ماجه
(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۶۰پاڼه، حدیث ۸/ ۱۲۲) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق. ۶- دحضرت عقبه بن عامررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل څوک چې په ښه ډول سره اودس وکړی اوبیاپرلمانځه ودریږی بیاچې په لمانځه کي څه وایی هغه په پوهۍ سره وایی نودی دلمانځه نه وروسته دهغې ورځی په شان دی په کومه ورځ چې دی پیداشوی ؤ( دګناه نه پاک شو)
رواه مسلم وابوداؤدوالنسایی وابن ماجه وابن خزیمة والحاکم
(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۶۱ پاڼه، حدیث ۲۳/ ۱۲۶) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق. ۷ – حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ایازه وتاسوداسی شی ونه ښایم چې ګناهونه معاف کوي اودرجات لوړوي؟ صحابه کرامووویل ضروریی راوښایه یارسو ل الله،نورسو الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل دتکلیف په وخت کي مبالغې سره اودس کول(په ښې طریقې سره)، جومات ته زیات قدمونه اوچتول، دیوه لمانځه نه وروسته دبل لمانځه انتظارکول داحقیقی رباط دي.
رواه مالک ومسلم والترمذی والنساییوابن ماجه
(الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۶۱ پاڼه، حدیث ۲۵/ ۱۱۲۶) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق. ۸ – اسحاق بن ابراهیم حنظلی عبدالرازق معمرهمام بن منبه ، ابوهریره رضی الله عنه وایی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې  کوم سړی چې بی اودسه شی دهغه لمونځ ترهغوپوری نه قبلیږی ترڅوچې یی اودس نه وی کړی.
رواه بخاری، لومړی ټوک پاڼه ، کتاب الوضوء ۱۳۵ نوربیا... په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجبیر  


Read More...

اودس په اسلام اوسای...

01 جون 2013


په اسلام کي اودس:
لوی خدای جل جلاله په قرآن عزیزکي فرمایی:
(سورة مآیده:۶)
ژباړه: ای مؤمنانو! کله چې دلمانځه لپاره دپاڅیدواراده وکړی نوخپل مخونه اولاسونه ترڅنګلوپوری پریمنځي اوپرخپلوسرونوباندی مسح وکړی اوخپلی پښې تربجلکو(پریمنځي) که تاسی په جنابت کي واست نوځان (په اوبو) ښه پاک کړی اوکه تاسی ناروغه اویاپه سفرکي واست یاستاسی څخه یوله اودس ماتي څخه راشي یاموله ښځوسره بازی کړی وي اواوبه ونه مومی نودپاکې خاورې قصدوکړی (تیمم ووهی) اوپه هغې سره خپل مخونه اولاسونه مسح کړی الله نه غواړی چې تاسی ته کومه سختي رامنځته کړی بلکې غواړی چې تاسی پاکي کړی اوددې لپاره چې خپل نعمت پرتاسی تمام کړی ښايي چې تاسی شکراداء کړی.
 
داوداسه تعریف:
دخولې، مخ،لاسونو، پښواوسرمسح څخه اودس عبارت دی، په احادیثوکي داوداسه ډیرزیات فضیلت راغلی دي، داوداسه فضیلتونه:
 داوداسه فضیلت په احادیثوکي:
۱ – حمران روایت کوی چې یوه ورځ حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه په ښه ډول سره اودس تازه کړ اوبیایی وفرمایل:
 مارسول الله صلی الله علیه وسلم پراوداسه ولیدی په ښه ډول سره ئې اودس تازه کړ اوبیایی وفرمایل:
 کوم چاچې داسی اودس تازه کړ اوبیامخ پرمسجدولاړی اوصرف دلمانځه لپاه دخپل ځای څخه ولاړی نودهغه دکبیره ګناهونوڅخه ماسوی نوری ټولی ګناوی ئې وروبخښل شوي.
 (رواه مسلم بحواله کنزالعمال ، ټوک ۹،حدیث نمبر۲۶۷۹۶) لیکوال: علامه علاء الدین علی متقی بن حسام الدین هندي برهان پوری متوفی ۹۷۵ هق.
 ۲ – دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې مادنبی کریم صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې داامت به دقیامت په ورځ باندی راوغوښتل شي چې داوداسه له کبله به ددوی لاسونه، پښې اومخونه نوراني اوروښانه وي څوک چې خپله روښنایی زیاتوی نوزیاتی دی کړي.رواه بخاري
 (الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۵۸ پاڼه، حدیث ۲/ ۱۱۹) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
 ۳: دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای دقبرستان راتلونکوخلکومؤمنانوپرتاسی دی دالله له لوری سلام وي اونژدی ده چې موږبه ستاسوسره ملاوشو،ماغوښته چې کاشکی خپل وروڼه ووینم، صحابه کراموعرض وکي چې موږستاسووروڼه نه یو؟ارشادوشوچې تاسی زماصحابه یاست زماوروڼه هغه دی چې لاتراوسه نه دی راغلی، صحابه کراموعرض وکي چې یارسول الله تاسی به دغه امتیان څنګه به پیژنی؟ چې لاتراوسه نه دی راغلی؟ ده وفرمایل چې تاسی وماته ووایاست چې یوسړی خپل سپین تندی، سيینوپښواوسپینولاسونووالااس په تورواسونوکي ګډکړی نوهغه به خپل اس نه پیژنی، صحابه کرامووویل چې ضروریارسول الله، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دقیامت په ورځ به هغه خلک په داسی حال کي راشی چې داوداسه له کبله به ئې تندی ځلیږی،اوددوی لاسونه اوپښې به روښانه وي اوزه به حوض کوثرته ددوی نه مخکي رسیدلی یم. رواه مسلم وغیره
 (الترغیب والترهیب لومړی ټوک، ۵۸ پاڼه، حدیث ۴/ ۱۲۰) لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
 نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور


Read More...
123

تازه لیکني

article thumbnail    په سنن ابي داؤد کښي روایت دی چي رسول الله صلی الله تعالی وفرمایل چي :"تاسوخپلوځانوته هم ښېرامکوئ،اوخپلواولادوته هم ښېرا مکوئ، اوخپلوخادمانوته هم...
article thumbnail          عَنْ عَائِشَةَ رضی الله تعالٰی عنهاقَالَتْ سَاَلْتُ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله تعالٰی عليه وسلم اَیُّ النَّاسِ اَعْظَمُ حَقًّاعَلَی الْمَرْءَةِ؟قَالَ زَوْجُهَاقُلْتُ فَاَیُّ النَّاسِ اَعْظَمُ...
article thumbnail     مشركينو دا نشواى زغملاى چي مسلمانان دې په امن ژوند وكړي، او هلته حبشه كې دې همداسې په امن پاتې شي، نو يې عمرو بن العاص او عبدالله بن ابي ربيعه چي دواړه ډير پوه او ځيرك...
article thumbnailددوهم صورت حکم :   یعني دشعبان د۱۵ څخه وروسته روژه نیولوحکم   په دي هکله پیغمبر e څخه حدیث نقل شوی :   عن ابي هريرة t قال قال النبي e اذاانتصف شعبان فلاتصوموا .رواه ابوداود...
article thumbnail    شعبان درمضان المبارک دمیاشتې یوه مقدمه ده درجب په میاشت کې به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دشعبان دمیاشتې دبرکت سوال کاوه اودروژي درانږدي کیدو دعابه یې کوله :لکه دانس رض په...
article thumbnail    شورا یکی از موضوعات مهم و دارای جایگاه والا و منزلتی بلند در اندیشه‌ی عموم انسان‌ها و خصوصاً اندیشه‌ی اسلامی دارد. که آن به حیات انسانی رنگ و رو می‌بخشد....
article thumbnail  اودس انسان له ډیروناروغیوڅخه ژغوري دانسان په بدن کي دسروکرویاتوڅخه علاوه سپین کرویات هم شتون لری، چې دسپینوکرویاتودوران نسبت وسروکرویاتوته ۱۰ ځله زیات دي،سپین کرویات هغه مهال...

ځانګړي لیکني

article thumbnailډیره دخوشحالۍ خبره ده ،چې داسلام دقسم خوړلودښمنانوپه فریب او مکردعثماني خلافت دنړیدوڅخه شاوخوا نهه لسیزې وروسته داسلامي امت له ځوانانوسره بیا داسلامي شریعت دنفاذ فکرپیدا شوی او دتر سره شویو سروي...

بیلابیلي لیکني

article thumbnail    شورا یکی از موضوعات مهم و دارای جایگاه والا و منزلتی بلند در اندیشه‌ی عموم انسان‌ها و خصوصاً اندیشه‌ی اسلامی دارد. که آن به حیات انسانی رنگ و رو می‌بخشد. شورا یک ضرورت انسانی و اساس و پایه‌های شریعت اسلامی...

درس الحدیث

article thumbnail  عن أبی أمامة  رضى الله عنه  عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : ذروة سنام الإسلام الجهاد فی سبيل الله لايناله إلا أفضلهم  . الطبرانی .  ژباړه  : د ابوامامة  رضى الله عنه  په ورايت كې راغلى دي چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د...

لمونځ

article thumbnail    دیوه مباح اوروا کار دپیل کولو څخه وړاندي دوه کارونه سنت دي ، چې یویې استشاره [مشوره ] اوبل یې استخاره ده ، اوکه له دي دواړو څخه په یوه اکتفاء وکړي نوهم صحیح ده . استشاره داده : چې دیوه مهم اوجائز کارپیل کولو څخه...

روژه

article thumbnailددوهم صورت حکم :   یعني دشعبان د۱۵ څخه وروسته روژه نیولوحکم   په دي هکله پیغمبر e څخه حدیث نقل شوی :   عن ابي هريرة t قال قال النبي e اذاانتصف شعبان فلاتصوموا .رواه ابوداود والترمذي وابن ماجه وغيرهم ،   وفي المرقات ۴\۴۰۹قوله...

زکات

article thumbnailدزکوة دفضيلتونو په اړه دلته دڅوصحيحو حدیثو ژباړه وړاندي کوو . هيله ده چې مفيدبه واقع شې .   الحديث الأول عن ابن مسعود‏:‏ أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال‏:‏ ‏(‏حصنوا أموالكم بالزكاة وداوود مرضاكم بالصدقة...

حج

article thumbnail حج څلورډوله شرطونه لري : ۱- دوجوب شرطونه ۲- دوجوب داداشرطونه .۳- داداء دصحت شرطونه .۴- دفرضی حج دوقوع شرطونه .في غنیة المناسک ص\۱۲باب شرائط الحج وهي اربعة انواع ،شرائط الوجوب ،وشرائط وهي التي الی قوله...

جهاد

article thumbnail  حامدا ومصلیا وبعد: داخبره ښه څرګنده ده ،چې په هره زمانه کې دوه ډلي وي ، چې یوه دالله تعالی ډله وي اوبله دشیطان ډله وي ، ددوئ نه پرته یوه بله ډله هم شته ، چې منافقان ورته وایې ، ددي دواړو ډلو ترمینځ همیشه مقابله وي ،...

د میرمنو اسلام

article thumbnail          عَنْ عَائِشَةَ رضی الله تعالٰی عنهاقَالَتْ سَاَلْتُ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله تعالٰی عليه وسلم اَیُّ النَّاسِ اَعْظَمُ حَقًّاعَلَی الْمَرْءَةِ؟قَالَ زَوْجُهَاقُلْتُ فَاَیُّ النَّاسِ اَعْظَمُ حَقًاعَلَی الرَّجُلِ قَالَ...